په تخار کې د ۱.۷۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۱.۷ کیلو متره سړک د ساتنې او مراقبت کار روان دی
د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون پروګرام له خوا د ۱.۷ کیلومتره سړک او اړوند د ۷۸۸ متره استنادي دیوال د ساتنې او پاملرنې چارې د تخار ولایت د مرکز تالقان په عرب های پایان باغ ذخیره کلي کې روانې او ۸۰ سلنه مخکې تللې دي.
ددې پروژې په ترڅ کې ۲۷۹۲ تنو ولسي کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې وه او په بشپړتیا سره به یې عربها، مهاجر قشلاق، نو اباد شاه تالقان، نو اباد جدید او بهارک ولسوالۍ له مرکز تالقان سره وتړل شي.
