په تخار کې د اوبو رسولو د یوې شبکې جوړولو کار پیل شو
د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د اوبو رسولو او کلیوالي حفظ الصحې ملي پروګرام له لوري د تخار ولایت د مرکز تالقان په کوسه ها کلي کې د ۳.۱ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو د شبکې د لومړي فاز کار پیل شو.
د دې پروژې په ترڅ کې به له ژورې څاه د سولر په مټ اوبه هسکې زیرمې ته لیږدول کیږي او له هغه ځایه به د خلکو کورونو ته ځي، دا پروژه یوه ژوره څاه اړوند جوړښتونه، د ۲۰ متر مکعبو په کچه هسکه زیرمه او ۳۰ سولري تختې لري. د دې پروژې په ترڅ کې ۳۹۰۰ کاري ورځې رامنځ ته شوي او په بشپړتیا سره به یې ۴۰۰ کورنۍ د څښاک پاکو او صحي اوبو ته لاسرسی بیامومي.
دا پروژه دوه فازه (برخې) لري چې د لومړي فاز تر بشپړتیا وروسته به یې ددویم هغه کار هم پیل شي.
