په تخار کې د۱۹ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۱۰.۳۹۳ کیلومتره کرنیز کانال د جوړولو کار روان دی

mrrd-admin
شنبه ۱۴۰۰/۴/۱۲ - ۱۵:۲۹
جریان کار ساخت ۱۰.۳۹۳ کیلومتر کانال آبیاری به ارزش ۱۹ میلیون افغانی در تخار

د کلیوبیارغونې او پراختیا وزارت د سیمه ییزو پروګرامونو د همغږۍ دفتر له لوري د تخار ولایت د مرکز په ګنج علي بیک سیمه کې د جرمنې د پراختیایي بانک په مالي ملاتړ او اغا خان موسسې په همکارۍ د څه باندې ۱۹ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۱۰.۳۹۳ کیلومتره کرنیز کانال د جوړولو کار ۳۰ سلنه مخته تللی دی.

دا پروژه ۸۷ د کانال اړوند لوی او واړه جوړښتونه لري چې د دروازې لګول، د لویو او وړو ورخونو بیارغونه او د استنادي دیوال جوړونه او نور په کې شامل دي.چې ۱۱ زره او ۲۰۰ کورنۍ به ترې ګټه پورته کوي.

باید وویل شي چې یاد کانال به ۵۵۳ هکټاره کرنیزه ځمکه او باغونه او۲۳۸ هکټاره شاړه ځمکه د اوبه خور تر منظم پوښښ لاندې راولي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۵ - ۸:۱۹
Background image

په پروان ولایت کې د (۱۷۵) بیلابیلو پراختیايي پروژو چارې پیل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د پروان ولایت په شینواري او سالنګ ولسوالیو کې د څه باندې (۲۴۵) میلیونه افغانیو په لګښت د (۱۷۵) پراختیايي پروژو چارې نن د یوې غونډې په ترڅ کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۰ - ۱۵:۲۲
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت کې د مؤسساتو له استازو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب په مشري نن له غرمې مخکې د مؤسساتو له استازو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه.

په یاده غونډه کې چې د کلیو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۰ - ۸:۱۲
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د (۱۱۶) بیلابیلو پراختیايې پروژو چارې پیل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د میدان وردګ ولایت په جغتو ولسوالۍ کې د شاوخوا (۲۰۳) میلیونه افغانیو په لګښت د (۱۱۶) بیلابیلو پراختیايې پروژو چارې نن د یو لړ مراسیمو په ترڅ. . .

BACK TO NEWS