په بلخ کې د (۳۲۰) کورنیو لپاره د څښلو پاکې اوبه برابرې شوې

Ehsan_admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۵/۸ - ۸:۱۹
بلخ

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت، په کلیوالي سیمو کې د اوبو رسولو او حفظ‌الصحې د پروګرام له لوري د بلخ ولایت د چمتال ولسوالۍ په «نو آباد اورزګاني» کلي کې د ۴.۲ میلیونه افغانیو په لګښت د څښلو د اوبو یوه لمریزه شبکه جوړه او د خلکو ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د اوبو رسولو ددغې شبکې په بشپړېدو سره د «نو آباد اورزګاني» کلي د شاوخوا (۳۲۰) کورنیو لپاره د څښلو پاکې اوبه برابرې شوې.

د اوبو رسولو په دغه پروژه کې د یوې (۱۰۰) متره ژورې څاه کیندل، د پایپونو د شبکې غځول، د (۲۰) مکعب مترو په ظرفیت سره د یوې ذخیرې جوړول،  د (۳۰) سولرونو او (۱۲۰) نلکواو نورو اړینو وسایلو نصبول شامل وو.

د اوبو رسولو ددغې شبکې د جوړولو چارو د ځايي خلکو لپاره شاوخوا (۱۵۰۰) کاري ورځې هم رامنځته کړې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۳:۵۹
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د کاپیسا ولایت د والي له مرستیال سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د کاپیسا ولایت د والي له مرستیال شیخ اسدالله سنان او د کلیو د بیارغونې او پراختیا. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۳:۱۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د هلمند ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د هلمند ولایت له والي مولوي امان الدین منصور او د کلیو د بیارغونې او پراختیا رئیس. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۰:۱۲
Background image

خبرتیا

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت په پام کې لري چې خپل (۱۲۱) عرادې وسایط په ۱۴۰۵/۱/۱۸ نېټه د سې شنبې په ورځ د لیلام پروسې له لاري خرڅ کړي.

شرکتونه او اشخاص که د رانیولو لپاره علاقمندي. . .

BACK TO NEWS