په بلخ ولایت کې د کلیو د پراختیايي شوراګانو غړو ته د کرونا ویروس په هکله عامه پوهاوی ورکړل شو

Ehsan_admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۳/۱۲ - ۱۰:۱۳
بلخ

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري او د عامې روغتیا وزارت د لارښود سره سم د بلخ ولایت د چهارکنت ولسوالۍ د قربان قدوق او قلین قاق د کلیو د پراختیایي شوراګانو غړو ته د کرونا ویروس په هکله عامه پوهاوی ورکړل شو. په دغه کمپاین کې د شوراګانو غړو ته د کرو نا ویروس د وقایې، د لیږد د مخنیوي د لارو چارو او د ویروس د خطرونو څخه د ځان ساتنې په هکله لازم معلومات وړاندې شول. دوی هم د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د کرونا په اړه د عامه پوهاوي هرکلی و کړ او ژمنه یې و کړه چې په خپله سیمه کې به د کرونا ویروس د مخنیوي په هکله خپل مسؤولیت ادا کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۳:۱۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د هلمند ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د هلمند ولایت له والي مولوي امان الدین منصور او د کلیو د بیارغونې او پراختیا رئیس. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۰:۱۲
Background image

خبرتیا

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت په پام کې لري چې خپل (۱۲۱) عرادې وسایط په ۱۴۰۵/۱/۱۸ نېټه د سې شنبې په ورځ د لیلام پروسې له لاري خرڅ کړي.

شرکتونه او اشخاص که د رانیولو لپاره علاقمندي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۹:۱۹
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پروان ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پروان ولایت له والي شیخ عزیزالرحمن منصور سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د پروان. . .

BACK TO NEWS