په بلخ ولایت کې د کلیوالي اقتصاد د پیاوړتیا ملي پروگرام له لوري د پور او سپما کلیوالي اتحادیې او تولیدي گروپونه جوړشول

Ehsan_admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۱/۱۸ - ۱:۶
بلخ

بلخ د هېواد له لومړنیو ولایتونو څخه دی، چې د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي اقتصاد د پياوړتیا ملي پروگرام په‌کې فعالیت پیل کړی‌دی.
د کلیوالي اقتصاد د پياوړتیا ملي پروګرام د تېر ۲۰۱۹ز کال راهیسې تر دې دمه د دې ولایت په څلورو ولسوالیو (بلخ، دهدادي، نهرشاهي او چهارکنت) ولسوالیو کې ۷۳۵ د سپما گروپونه، ۲۷ د پور او سپما کلیوالي اتحاديې او ۲۷ تولیدي گروپونه جوړ کړي‌دي.
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي اقتصاد د پیاوړتیا ملي پروگرام به په‌خپله ۵ کلنه دوره کې ۹۱۵ د سپما گروپونه، ۱۱۴ د پور او سپما کلیوالي اتحاديې او ۱۱۴ تولیدي گروپونه په ټاکل شوي ولایت کې جوړ کړي، چې د دې گروپونو له طریقه به ورسره ۷۴ میلیونه افغانۍ بلاعوضه مرسته هم ترسره شي.
د یادولو وړ ده، چې پروگرام به د ۵ کلونو په پای کې په بلخ ولایت کې ۹۱۵۰ گټه اخیستونکي ولري، چې له ۸۰٪ ډېر به يې مېرمنې وي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۳:۵۹
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د کاپیسا ولایت د والي له مرستیال سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د کاپیسا ولایت د والي له مرستیال شیخ اسدالله سنان او د کلیو د بیارغونې او پراختیا. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۳:۱۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د هلمند ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د هلمند ولایت له والي مولوي امان الدین منصور او د کلیو د بیارغونې او پراختیا رئیس. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۰:۱۲
Background image

خبرتیا

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت په پام کې لري چې خپل (۱۲۱) عرادې وسایط په ۱۴۰۵/۱/۱۸ نېټه د سې شنبې په ورځ د لیلام پروسې له لاري خرڅ کړي.

شرکتونه او اشخاص که د رانیولو لپاره علاقمندي. . .

BACK TO NEWS