په بلخ ولايت کې د څه باندې ۵ ميلونه افغانيو په لګښت د يوه پله جوړولو کار روان دي
د کليو بيا رغونې او پراختيا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د څه باندې ۵ ميلونه افغانيو په لګښت د يوه اوسپنيزه / کانکريټي پله د جوړولو کار د بلخ ولايت د مارمل ولسوالۍ اړوند د سرمزار کلان، داخل ساي، حسن آباد، ګذرپايين او ګذر بالا پراختيايي شورا ګانو له خوا روان دي. دغه پل ۱۳ متره اوږودوالي او ۵ متره پلنوالي لري چې د جوړونې کار يې ۳۵ سلنه پرمخ تللي دي. د يادونې وړ ده چې د نوموړې پروژې تر بشپړيدو وروسته به ۳۰۰ کورنۍ ترينه کټه پورته کړي او ماهرو اوغيرو ماهرو کاريګروته به ۵۸۲ کاري ورځې رامنځته شي.
