په بلخ  کې  څه باندې ۵۱،۳ ميليونه افغانیو په لګښت د ۱۰ ښوونځیو د جوړولو کار پیل شو

content_manager
شنبه ۱۳۹۸/۴/۲۲ - ۹:۵۱
بلخ

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د اقرأ پروژ له لوري د بلخ ولایت په شولګره ولسوالۍ  کې  د څه باندې د ۵۱،۳ ميليونه افغانیو په لګښت د ۱۰ ښونځیو د جوړولو کار  پیل شو چې د دغو پروژو  کار د نوموړې ولسوالۍ په قزل کینت له  کلي پیل شو .  دغه ښوونځي ۱۲ درسي خونې، ۵ تشنابونه او ۶۱۲ مربع متره مساحت لري چې د نجونو او هلکانو د زده کړې لپاره جوړیږي او له بشپړیدو وروسته به ۵۰۰ کورنۍ ترې ګته اخلي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۸/۹ - ۶:۱۵
Background image

په جوزجان ولایت کې د (۶۹) بېلابېلو پراختیايي پروژو چارې پيل او (۶) پراختیايي پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د پلان او پالیسي مرستیال الحاج مولوي شرف الدین مسلم له خوا د جوزجان ولایت په مرکز او آقچه ولسوالۍ کې د څه باندې (۱۹) میلیونه افغانيو په لګښت (۶) پراخت. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۹ - ۶:۹
Background image

په فاریاب ولایت کې د اوبو رسولو (۳) شبکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د فاریاب ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري د دغه ولایت په اندخوی او دولت آباد ولسوالیو کې د څه باندې (۲۱) میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو (۳) شبکو د جوړولو چارې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۱:۳۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د یونیسف دفتر له استازې او مل پلاوي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د یونیسف دفتر له استازې او مل پلاوي سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پیل کې د یونیسف دفتر. . .

BACK TO NEWS