په بغلان ولایت کې د پاکو اوبو رسولو (٨) شبکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

noor_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۰ - ۹:۲۴
1

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لورې د بغلان ولایت کې د څه باندې (٥٣) میلیونه افغانیو په لګښت د پاکو اوبو رسولو (٨) شبکې نن د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د یاد وزارت د سرپرست وزير الحاج ملا محمد یونس اخندازاده او مل پلاوي له لورې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

په یاده غونډه کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست وزير الحاج ملا محمد یونس اخندزاده، مل پلاوي، د بغلان ولایت والي الحاج مولوي عبدالرحمن حقاني صاحب، د یاد ولایت د بریښنا رئیس ملا سردار ولي حمزه، د دوشي ولسوالۍ ولسوال قاري محمد یوسف عمر، د بغلان ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا رئيس مولوي عبدالواحد عبیده، سیمې علما‌‌ء کرامو، سپین ږیرو او ځوانانو ګډون کړی وو.

په یادو شبکو کې (٤) حلقې ژوري څاګاني، د (٧) بابه کانکریټي ذخیرو جوړول، د (١٨٨٠) شیردهنونو نښلول، د (٢٩٠) سولر تختو نښلول او د (٦١٢٢٧) مترو په اوږدوالي پایپ غځول شامل دي.

ددغه پروژو د کار په جریان کې د سیمې سلګونه تنه کاریګرو ته د کار زمینه برابره شوي وه چې په بشپړیدو سره یې ددغه ولایت د بیلابیلو ولسوالیو (٣٨٤٨) کورنیو د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پیداکړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۴:۲۵
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د اهل تشیع مخور سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د اهل تشیع له مخور سید حسن فاضل زاده او استازو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پیل کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۲:۳۱
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر په افغانستان کې د چین هېواد له سفیر سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې په افغانستان کې د چین هېواد له سفیر ژاو شینګ او مل پلاوي سره لیدنه وکړه.

د دې لیدنې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۸:۳۶
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال ټکنالوژۍ پارک څخه لیدنه وکړه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو د آبادۍ چارو محترم معین الحاج محمد ارسلاح خروټي نن وروسته له غرمې په داسې حال کې چې د سرک جوړونې رئیس مولوي فضل الرحمن عاصم، د کلیوالي پراختیا. . .

BACK TO NEWS