په بدخشان کې پر ۱۵۱ کورنیو مرستندویه کڅوړې وویشل شوې

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د ملي دسترخوان پروګرام تر چتر لاندې د بدخشان ولایت د مرکز په نواباد سخي محمد کلي کې د ۶۰۴ زره افغانیو په ارزښت پر ۱۵۱ اړمنو کورنیو مرستندویه توکي وویشل شول.
په دې مرستو کې هرې کورنۍ ته ۲۴ کیلو ګرامه وریجي، ۱۰ لیتره غوړي، ۷ کیلو ګرامه نخود او ۶ کلچې صابون وویشل شول.