په بدخشان کې له ۳۳ اړو کورنیو سره د څه باندی ۴۹۰۰۰ افغانيو په ارزښت د خوراکي اوغیر خوراکي توکو مرسته وشوه
له ۳۳ اړو کورنیو سره د څه باندې ۴۹۰۰۰افغانيو په ارزښت د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام د غله جاتو د بانک له لوري د بدخشان ولایت په مرکز د سلمان فارس پراختیایي شورا لخوا د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرستې وشوې. دغه مرستې د ولسي تړون د ټولنیز ګډون لپاره د مالي وجهې پروګرام (SIG) لخوا چې د خلکو ونډه هم پکې شامله وه، کلیوالو ته وړاندې شوې چې غوړي، اوړه، وریجې، غنم او لباسونه پکې شامل وو. د بې روزګارۍ او موسمی لوږې په موده کې د کلیو اړو کسانو ته د غله جاتو بانکونو له لارې مرسته، دشتمنو خلکولخوا د بې وزلو وګړو دلاسنیوي فرهنګ خپروي.
