په بدخشان کې د ۱.۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د کرنیزو اوبو لګولو د یوه کانال د جوړیدو کاربشپړ شو
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د بد خشان ولایت د واخان ولسوالۍ اړوند د سرشخور کلي، د پراختیایي شورا لخوا د ۱.۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د یوه کرنیز کانال د جوړیدو کار بشپړ شو.
نوموړي کانال ۲۰۰ متره اوږدوالی او ۶۰ سانتی متره لوړوالی لري چې۲۱۰ جریبه کرنیزه ځمکه خړوبوي.
د یادونې وړده چې د دې پروژې د جوړیدو په بهیر کې ماهرو او غیروماهرو کاریګرو ته ۱۰۲۴ کاري ورځې رامنځته شويدي چي ۲۵ کورنۍ ترینه گټه اخلي.
