په بدخشان کې د څه باندې ۲.۷ میلیونه افغانیو په لګښت د ګابیوني دیوال د جوړیدو کار روان دی

Ehsan_admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۱/۲۴ - ۰:۵۸
بدخشان

دڅه باندې ۲.۷ میلیونه افغانیو په لګښت د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام د محافظوي دیوال د جوړولو کار د بدخشان ولایت د کران او منجان ولسوالۍ اړوند د غز کلي د پراختیایي شورا له لوري روان دی. دغه دیوال ۲۲۰ متره اوږد والی، ۲ متره لوړ والی او ۲ متره سور لري چې کار یې تر اوسه ۸۰ سلنه پرمختګ کړیدی. د نوموړي دیوال د کار په بهیر کې ماهرو او غیرو ماهرو کاریګرو ته به ۲۴۲۰ کاري ورځې رامنځته شي او د بشپړیدو وروسته به ۶۴ کورنۍ ترینه ګټه پورته کړي. د یادونې وړ ده چې دغه دیوال به ۱۲۰ جریبه ځمکه د سیلابونو له ګواښ څخه خوندي کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۳:۵۹
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د کاپیسا ولایت د والي له مرستیال سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د کاپیسا ولایت د والي له مرستیال شیخ اسدالله سنان او د کلیو د بیارغونې او پراختیا. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۳:۱۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د هلمند ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د هلمند ولایت له والي مولوي امان الدین منصور او د کلیو د بیارغونې او پراختیا رئیس. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۰:۱۲
Background image

خبرتیا

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت په پام کې لري چې خپل (۱۲۱) عرادې وسایط په ۱۴۰۵/۱/۱۸ نېټه د سې شنبې په ورځ د لیلام پروسې له لاري خرڅ کړي.

شرکتونه او اشخاص که د رانیولو لپاره علاقمندي. . .

BACK TO NEWS