په بدخشان کې د څه باندې ۱.۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو لګولو د یو کانال د جوړولو کار بشپړشو
د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د څه باندې ۱.۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو لګولو د یوکانال د جوړولو کار د بدخشان ولایت د اشکاشم ولسوالۍ اړوند د یخدرو کلي د پراختیایي شورا له خوا بشپړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی. د دغه کانال مجموعي اوږدوالی ۵۰۰ متره دی چې د پروژې د جوړولو په بهیر کې ماهرو او غیرو ماهرو کاریګرو ته ۱۳۷۰ کاري ورځې رامنځ ته شوي چی د دغه کانال تر څنګ د ۴۲ مترو په اوږد والي یو محافظوی دیوال او د ۲۵۰ مترو په اندازه لایتینګ هم جوړ شو. د یادونې وړ ده چې د نوموړي کانال په ګټې اخیستنې سره به د کلیوالو ۱۹۱ جریبه ځمکه خړوبه شي.
