په بدخشان کې د پور او سپما کلیوالي اتحادیې جوړې شوې
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي اقتصاد د پیاوړتیا ملي پروګرام د بدخشان ولایت مرکز فیض اباد او درایم ولسوالۍ په کلیوالي سیمو کې د پور او سپما کلیوالي اتحادیې جوړې کړلې.
همدا راز، د یادو ولسوالیو په کلیوالي سیمو کې د ۲۱ ښځینه او نارینه سپما ګروپونو له فعالیتونو څخه د څارنې په موخه لیدنه هم ترسره شوه.
