په بامیان کې د ۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو د یوې شبکې کار بشپړ شو
د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت له لوري د بامیان ولایت د چاشت درې په پیش ده کلي کې د ۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو د یوې شبکې کار بشپړ شو.
د دې شبکې په بشپړتیا سره ۳۵۰ کورونه، ۸ جوماتونه، یو ښوونځی، یو کلینیک، ۲۴۰ دوکانونه او ۱۱ دولتي ادارې د څښاک له پاکو اوبو برخمنې شوې.
