په بامیان کې د ۸۳.۴ میلیونه افغانیو په ارزښت ۹.۶ کیلو متره سړک جوړ شو
د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي لار جوړولو ملي پروګرام له لوري د بامیان ولایت د سیغان له بازاره د سیغان ولسوالۍ تر قابوجي کوتل پورې د ۸۳.۴ میلیونه افغانیو په ارزښت ۹.۶ کیلو متره سړک جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د دې سړک د جوړولو په ترڅ کې ۴۴ زره او ۴۶۰ کاري ورځې رامنځته شوې وې او په بشپړتیا سره یې ۸۷۰ کورنیو د لومړنیو خدمتونو مرکزونو ته لاره پیدا کړه.
