هېواد په کچه د کورونا وژونکي وایروس په اړه د عامه پوهاوي د کمپاینونو دوام

Ehsan_admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۳/۱۴ - ۹:۴۱
ادامه کمپاین کرونا

د هېواد پر کچه په ډېرې چټکتیا سره د راغلې کرونا وایروس د خپرېدو په لړ کې د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي اقتصاد د پیاوړتیا پروګرام د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې تر پوښښ لاندې  سیمو  کې کلي په کلي کور په کور د عامه پوهاوي کمپاین په پیل کړی.

د عامه پوهاوي دا کمپاین په ورځنۍ بڼه د کلیوالي اقتصاد د پیاوړتیا پروګرام د سیمه ییزو کارکوونکو له‌خوا په شفاهي او کتبي بڼه په جلا پاڼو کې چې د عامې روغتیا وزارت پیغامونه او سپارښتنې پکې لیکل شوي، په خلکو ویشل کیږي.

د دې کمپاینونو له پېل څخه تر دې دمه  د هېواد په اوو زونونو کې د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت سپما ګروپونو ته  ۴۴۶۳ ځله عامه پوهاوی ورکړل شوی او دا لړۍ به د دې وژونکي وایروس د له منځه تللو تر وخته دوام وکړي

د یادونې وړ ده، چې کابل، هرات، کندهار، بلخ، ننګرهار او خوست له هغو ولایتونو څخه دې، چې تر اوسه یې د دې پروګرام له‌خوا د عامه پوهاوۍ ډېر کمپاینونه په‌کې ورکړل شوي‌دي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۳:۱۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د هلمند ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د هلمند ولایت له والي مولوي امان الدین منصور او د کلیو د بیارغونې او پراختیا رئیس. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۰:۱۲
Background image

خبرتیا

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت په پام کې لري چې خپل (۱۲۱) عرادې وسایط په ۱۴۰۵/۱/۱۸ نېټه د سې شنبې په ورځ د لیلام پروسې له لاري خرڅ کړي.

شرکتونه او اشخاص که د رانیولو لپاره علاقمندي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۹:۱۹
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پروان ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پروان ولایت له والي شیخ عزیزالرحمن منصور سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د پروان. . .

BACK TO NEWS