فاریاب ولایت کې د پراختیایي شورا غړو او کلیوالو ته د کرونا ویروس په هکله عامه پوهاوی ورکړ شو
د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام په لارښوونه او د عامې روغتیا وزارت په مرسته د فاریاب ولایت د قرمقول ولسوالۍ د التي بولک پراختیایي شورا غړو او کلیوالو ته د کورونا ویروس د خطرونو، له هغې څخه د ځان ساتنې او د ویروس د لیږد د مخنیوي د لارو چارو په هکله لازم پوهاوی ورکړل شو. د شورا غړو او خلکو د ولسي تړون ملي پرو ګرام له لوري د کرونا په اړه د عامه پوهاوي هر کلی و کړ او ژمنه یې و کړه چې په خپله سیمه کې د کرونا د مخنیوي په اړه خپل مسئولیت ادا کړي.
