د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې به د یوه ښوونځي جوړولو کار ژر بشپړ شي

Ehsan_admin
شنبه ۱۳۹۸/۱۲/۱۰ - ۸:۳۹
مکاتب

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون پروګرام د اقرا پروژې تر سیوري لاندې د کندهار ولایت په پنجوايي ولسوالۍ کې د  شهید فضل الله اغا لومړني ښوونځي کار ۸۵ سلنه مخکې تللی او ډیر ژر به بشپړ شي. دا ښوونځی به ۸ ټولګي، ۲ اداري دفترونه، ۳ تشنابونه او د ۷۵ مترو په ژوروالي یوه څاه ولري، دا ښوونځی د هلکانو لپاره جوړیږي.
د دې پروژې په بشپړتیا سره به د حاجي ګل محمد اغا کلي ۲۵۰ زده کونکو ته د ښوونې او روزني وړ چاپیریال رامنځ ته شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۱۱:۲۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د مؤسساتو له استازو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب په مشرۍ د مؤسساتو له استازو سره د اوبو او روغتیا ساتنې په تړاو د همغږۍ غونډه ترسره شوه.

په یاده غونډه کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۳ - ۱۲:۳
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پکتیا ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پکتیا ولایت له والي مولوی مهرالله حماد سره لیدنه وکړه.

 

د لیدنې په پيل کې د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۶ - ۱۲:۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د لغمان ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې په داسې حال کې چې د دغه وزارت د پلان او پالیسي مرستیال مولوي شرف الدین مسلم هم شتون. . .

BACK TO NEWS