د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري په میدان وردګو ولایت کې (۴۵۱) پراختیايي پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

noor_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۶ - ۴:۵۴
1

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري او د (UNOPS) دفتر په مالي مرسته د میدان وردګو ولایت د مرکز میدان ښار، جلریز او لومړۍ حصې بهسودو ولسوالیو په بېلابېلو کليو کې د څه باندې (۳۲۳) میلیونه افغانيو په لګښت د ټولنیز ملاتړ او معیشت پروګرام د (۴۵۱) بېلابېلو پراختیايي پروژو چارې بشپړې او نن د یوې غونډې په ترڅ کې د یاد وزارت د سرپرست وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده له لوري ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

په دغو پروژو کې د (۱۳۴۶۰۲۲) مترو په اوږدوالي د کانالونو پاکول، د (۳۸۵۲۰۲) مترو په اوږدوالي د کلیوالي سړکونو جغل اچول، د (۳۳۸۱) مترو په اوږدوالي د استنادي دیوالونو رغول، د ځمکو د خړوبولو لپاره د (۴۰) ذخیرو پاکول، د غره لمن کې د (۱۹۸۵)  آب ریزونو کېندل، د (۱۵۱) پلچکونو جوړول، د (۷،۵) مترو په اوږدوالي د یو پُل رغول او د څښاک پاکو اوبو د (۴) څاګانو ترمیم شامل دي.

د یادو پروژو د کار په جریان کې (۱۵۸۰۴) تنه کاریګرو ته د کار زمینه برابره او هر کاریګر ته د کار په مقابل کې نقدې پیسې ورکړل شوې دي. 

د یادو پروژو په بشپړیدو سره په اړوندو برخو کې د مرکز او نوموړو ولسوالیو د اوسیدونکو ستونزې هوارې شوې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۰:۳۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د ننګرهار ولایت د سپین غر ولسوالۍ له قومي مشرانو او مخورو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د ننګرهار ولایت د سپین غر ولسوالۍ له قومي مشرانو او مخورو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۸:۸
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال د (UNOPS) دفتر له مسؤولینو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال الحاج محمد ارسلاح خروټي نن په خپل کاري دفتر کې د (UNOPS) دفتر له مسؤولینو سره لیدنه وکړه.

په یاده لیدنه کې د (UNOPS) دفتر. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۱ - ۱۰:۵۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د نورستان ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د نورستان ولایت له والي ذین العابدین عابد سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د. . .

BACK TO NEWS