د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست وزیر د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د یوناما مشرې میرمن روزا اوتونبایوا سره وکتل

noor_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۸ - ۸:۱۰
1

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د یوناما مشرې میرمن روزا اوتونبایوا او مل پلاوي سره وکتل.

په یاده لیدنه کې د یوناما مشرې میرمن روزا اوتونبایوا د لیدنې څخه خوښي څرګنده کړه او زیاته یې کړه چې دوی به افغانستان ته د بیرته راستانه شوو کډوالو ته د پاکو اوبو رسولو، روغتیا ساتنې او داسې نورو برخو کې خپلې مرستې ورسوي او همداراز يې د مرستو دوام ته اشاره وکړه.

ورپسې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب میلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل چې موږ د یوناما دفتر د دوامدارو همکاريو څخه قدرداني کوو چې په سختو حالاتو کې یې خپلې مرستې رسولي او جاري ساتلې دي او ‌موږ به ډیر ژر د بیرته راستانه شوو کډوالو په ښارګوټي کې د پاکو اوبو رسولو شبکو د جوړولو کارونه پیل کړو.

همدارنګه ښاغلي وزیر صاحب زیاته کړه چې تاسې باید د بشري مرستو ترڅنګ بنسټیزو او عام المنفعه پروژو ته پاملرنه وکړئ او خپل کارونه د وزارت سره په هماهنګۍ ترسره کړئ ترڅو هم مسؤولیت په ښه شکل ادا شوی وي او هم ټولو هېوادوالو ته د متوازن انکشاف له مخې کار وشي.

د یادې لیدنې په پای کې دواړو لوریو پر دوامدارو همکاریو ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۵/۴ - ۹:۸
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت خپل یو کلن فعالیتونه او لاسته راوړنې له رسنیو سره شریکې کړې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب نن له غرمې مخکې د اطلاعاتو او رسنیو د مرکز په خبري کنفرانس کې د یاد وزارت یو کلن فعالیتونه او لاسته. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۵ - ۸:۱۹
Background image

په پروان ولایت کې د (۱۷۵) بیلابیلو پراختیايي پروژو چارې پیل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د پروان ولایت په شینواري او سالنګ ولسوالیو کې د څه باندې (۲۴۵) میلیونه افغانیو په لګښت د (۱۷۵) پراختیايي پروژو چارې نن د یوې غونډې په ترڅ کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۰ - ۱۵:۲۲
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت کې د مؤسساتو له استازو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب په مشري نن له غرمې مخکې د مؤسساتو له استازو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه.

په یاده غونډه کې چې د کلیو د. . .

BACK TO NEWS