د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال معرفي شو

noor_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۶ - ۴:۸
1

ملا نثاراحمد نصرت چې د افغانستان اسلامي امارت د زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د حکم په اساس د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو د مرستیال په توګه ټاکل شوی وو نن د یوې غونډې په ترڅ کې د دغه وزارت کارکوونکو ته د چارو ادارې رئيس شیخ نورالحق انور له خوا ور وپیژندل شو.

 دغه غونډه د قران کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه، په دې غونډه کې د چارو ادارې رئيس شیخ نورالحق انور، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده، د یاد وزارت مالي او اداري مرستیال الحاج مولوي عبدالرحمن حلیم، د کابل ولایت د ښوونې او روزني رئيس شیخ بشیر آغا هاشمي، مرکزي رئیسانو او د وزارت یو شمیر کارکوونکو ګډون کړی وو.

د غونډې په پيل کې د چارو ادارې رئیس شیخ نورالحق انور وینا وکړه او وویل: له نیکه مرغه د یو داسې نظام شاهدان یو چې ټولې چارې یې له شریعت سره سم ترسره کیږي او ټاکنې يې له معیاراتو سره برابرې دي، دنده یو مسؤولیت او امانت دی او هغه شخص ته باید وسپارل شي چې وړتیا يې ولري.

ورپسې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست وزیر د غونډې ګډونوالو ته خپله ارزښتناکه وینا وکړه او وویل: زموږ بریالیتوب د آمرینو په اطاعت کې دی او د اشغال پر وړاندې له اسلامي امارت سره د ولس همکاري او خدمتونه دا ایجابوي چې اسلامي امارت خپل ځوریدلي اولس سره په هره برخه کې خدمت وکړي او د ستړیا احساس ونکړي.

یاده غونډه د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مالي او اداري مرستیال الحاج مولوي عبدالرحمن حلیم په دعائیه سره پای ته ورسیده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۶:۸
Background image

په بغلان ولایت کې د اوبو رسولو (۱۰) شبکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د بغلان ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري د دغه ولایت په دهنه غوري، نهرین، برکه، دوشي، خنجان او بنو ولسواليو کې د څه باندې (۴۲.۶) میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو (۱۰. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۰:۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د بامیان ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د بامیان ولایت له والي الحاج قاري ګل حیدر شفق سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۴:۲۳
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پکتیا ولایت له قومي مشرانو او مخورو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پکتیا ولایت د مرکز ګردیز له قومي مشرانو او مخورو سره لیدنه وکړه.

په یاده لیدنه کې. . .

BACK TO NEWS