د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو د ودانیزو چارو مرستیال د هرات ولایت په انجيل ولسوالۍ کې د اوبو رسولو دوو شبکو د کار له جريان څخه لیدنه وکړه

noor_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۸:۴۲
1

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو د ودانيزو چارو مرستیال محترم الحاج محمد ارسلاح خروټي او ورسره مل پلاوي هرات ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د ياد ولایت د انجیل ولسوالۍ په عیدي‌آباد او نوسازي مهاجرآباد کلیو کې د (۱۲.۵) ميلیونه افغانيو په لګښت د اوبو رسولو د دوو شبکو د جوړيدو د کار له بهیر څخه ليدنه  ترسره کړه.

په دغو شبکو کې د دوو څاګانو کیندل، د (۴۰ او ۲۰) متره مکعبه په ظرفیت د اوبو دوو ذخيرو جوړول، د (۳۵۱) شیردهنونو نښلول او د (۱۱۲۰۰) مترو په اوږدوالي د پایپ غځول شامل دي.

د دغو شبکو د کار په جريان کې لسګونه کاريګرو ته د کا زمينه برابره شوې او په بشپړيدو سره به يې  د يادو کلیو سلګونه کورنۍ د څښاک له پاکو اوبو برخمنې شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۸:۴۴
Background image

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال بادغيس ولایت ته سفر وکړ

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال الحاج محمد ارسلاح خروټي صاحب او مل پلاوي بادغيس ولایت ته د کاري سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۸:۲۵
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال الحاج محمد ارسلاح خروټي صاحب د هرات ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال الحاج محمد ارسلاح خروټي او مل پلاوي د هرات ولایت له والي شیخ نوراحمد اسلام جار سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د هرات. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۸:۲۲
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پکتیا ولایت د څمکنیو ولسوالۍ له قومي مشرانو او مخورو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پکتیا ولایت د څمکنیو ولسوالۍ له قومي مشرانو او مخورو سره لیدنه وکړه.

 

د لیدنې په. . .

BACK TO NEWS