د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست په همکارۍ په کابل ولایت کې د صحي کیټونو ویش

د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست په همکارۍ او د (UNICEF) ادارې په مالي مرسته د کابل ولایت په شکردرې ولسوالۍ کې پر (۳۷۰ ) کورنیو صحي کیټونه وویشل شول. په یادو کیټونو کې د ماشومانو صابون، د غاښونو کریم، د غاښونو برس، شامپو او د کالو مینځلو صابون شامل و. د یادونې وړ ده چې په راتلونکې کې د کابل ولایت نورو ولسوالیو کې هم د یادو صحي کیټونو ویش ترسره شي.