د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست تر نظارت لاندې په هلمند ولایت کې د حفظ الصحې کیټونو ویش

noor_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۵/۳۱ - ۶:۶
د کلیو

د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست تر نظارت لاندې په هلمند ولایت کې د حفظ الصحې کیټونو ویش . د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست په همغږۍ او ترنظارت لاندې د کپو (CAHPO) مؤسسې له خوا د هلمند ولایت نوزاد ولسوالۍ په بیلابیلو سیمو کې د واش پروګرام تر پوښښ لاندې (۹۰۰) د حفظ الصحې (هایجن) بستې پر (۹۰۰) اړمنو کورنیو وویشل شوې. په دغو بستو کې ۱ عدد پلاستیکي سطل، ۲عدد پلاستیکي ۲۰ لیتره د اوبو ډبې، ۷ چکې د ځان مینځلو صابون، ۷ چکې د کالو پریولو صابون، ۱ عدد صابون داني، ۲ ټیوب د غاښونو کریم، ۳ عدد د لویانو د غاښونو برسونه، ۴ عدد د کوچنیانو د غاښونو برسونه،۵ تختي روي پاکونه او۵ ورقې د حفظ الصحې اړوند معلومات او لارښونې شامل دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۶:۸
Background image

په بغلان ولایت کې د اوبو رسولو (۱۰) شبکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د بغلان ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري د دغه ولایت په دهنه غوري، نهرین، برکه، دوشي، خنجان او بنو ولسواليو کې د څه باندې (۴۲.۶) میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو (۱۰. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۰:۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د بامیان ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د بامیان ولایت له والي الحاج قاري ګل حیدر شفق سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۴:۲۳
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پکتیا ولایت له قومي مشرانو او مخورو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پکتیا ولایت د مرکز ګردیز له قومي مشرانو او مخورو سره لیدنه وکړه.

په یاده لیدنه کې. . .

BACK TO NEWS