د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست تر نظارت لاندې په غزني ولایت کې د خوراکي توکو ویش

د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست تر نظارت لاندې او د هالو مؤسسې له خوا د غزني ولایت په ګیلان ولسوالۍ کې پر ۱۰۴۵ اړمنو کورنیو خوراکي توکي وویشل شول. په دغو مرستو کې هرې کورنۍ سره ۵۰ کیلو اوړه، ۵ لیتره غوړي، ۶ کیلو دال او یو پاکټ مالګه مرسته وشوه.