د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د پلان اوپالیسۍ او سر شمیرنې رییسان او دپروګرامونو سلاکار معرفي شول

Ehsan_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۳/۲۷ - ۲۰:۴۰
معرفی روسا

د کلیو بیا رغونې اوپراختیا وزیر ښاغلي پوهندوی مجیب الرحمن کریمي د سه شنبې په ورځ (۲۷ غبرګولی) د یاد وزارت په اداري غونډه کې د پلان اوپالیسۍ او سر شمیرنې او معلوماتي سیستمونو نوي رییسان او د یاد وزارت د پروګرامونونوی سلاکار معرفي کړل.

په دغه غونډه کې شاهپور عبدالرحیم زی چې له دې وړاندې یې د کلیو بیا رغونې اوپراختیا وزارت د دفتر رییس په توګه دنده تر سره کوله، د پلان او پالیسۍ دنوي عمومي رییس، اکرام الله قریشي د معلوماتي ټکنالوژۍ ماسټر د معلوماتي سیستمونو او سرشمیرنې رییس، رحمت الله قریشي د کلیوالي اقتصاد د پیاوړتیا او پرمختیا ملي پروګرام پخوانی رییس د پروګرامونو سلاکار اوشریف علی زی د وزارت د پروګرامونو دمعینیت کارپوه وګمارل شول.

ښاغلي کریمي وویل، نوي رییسان د ملکي خدمتونو اواداري اصلاحاتو کمیسیون له خوا د ازادې سیالۍ په پایله کې دندو ته بریالي شوي چې په چارو کې یې ورته د بریالیتوبونو هیله وکړه.

په دې غونډه کې د کلیو بیارغونې او پراختیا وزیر د کرونا ناروغۍ د خپریدو او قرنطین په موده کې د وزارت د کارکوونکو له کارونو خوښي څرګنده کړه او ددغه چارو دلا ښه کیدا په موخه یې نوې سپارښتنې وکړې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۳:۵۹
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د کاپیسا ولایت د والي له مرستیال سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د کاپیسا ولایت د والي له مرستیال شیخ اسدالله سنان او د کلیو د بیارغونې او پراختیا. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۳:۱۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د هلمند ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د هلمند ولایت له والي مولوي امان الدین منصور او د کلیو د بیارغونې او پراختیا رئیس. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۰:۱۲
Background image

خبرتیا

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت په پام کې لري چې خپل (۱۲۱) عرادې وسایط په ۱۴۰۵/۱/۱۸ نېټه د سې شنبې په ورځ د لیلام پروسې له لاري خرڅ کړي.

شرکتونه او اشخاص که د رانیولو لپاره علاقمندي. . .

BACK TO NEWS