د کلیو بیا رغونې او پراختیا په وزارت کې د کرونا ضد وقايوي تدابیر پيل شوي
د کليو بیارغونې او پراختا وزیر پوهندوی مجیب الرحمن کریمي په جدي سپارښتنه د کارکونکو د خوندیتابه په موخه په دغه وزارت کې د کرونا ضد وقایوي تدابیر پیل شوي. په دې تدابیرو کې د تبې د کچې معلومولو په موخه د سکرینینګ په مټ د وزارت ودانۍ ته د ننوتونکو کارکونکو او مراجعینو د تبې کچه کتل کیږي، څوک چې تبه ولري اجازه نه ورکول کیږي چې د وزارت ودانۍ ته ننوزي دغه راز اشخاص د کرونا د ټیسټ لپاره روغتون ته استول کیږي.
د وزارت ټول خدماتي او امنیتي پرسونل ته ماسکونه، دستکشې، او میکروب ضد انتي سیپتیک مواد هم ورکړل شوي دي او ټول وزارت د ضد عفوني موادو په وسیله مینځل کيږي.
د دې ترڅنګ د کليو بیارغونې او پراختیا وزیر په لارښوونه د عامه پوهاوی په موخه د وزارت کارکوونکو ته د کرونا د خپریدو او مخنیوي پر اړه هر اړخیز عامه پوهاوی ورکړل شوی دی او په کليو کې د ولسي تړون ملي پروګرام لخوا د پرمختیايي شوراګانو په مټ د عامه پوهاوی کمپاین لپاره په یوه میکانیزم کار کيږي، تر څو د هېواد په هر کلي کې د پرمختیایي شوراګانو له لارې د عامه پوهاوي کمپاین ترسره شي، چې هېوادوال خپل وقایوي تدابیر ونیسي.
