د کلیوالي اقتصاد د پیاوړتیا ملي پروګرام په مرکزي دفتر کې د اسلامي بانکدارۍ او مالي سواد روزنه ورکړل شوه

content_manager
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۷/۸ - ۱۳:۵۰
د کلیوالي اقتصاد د پیاوړتیا ملي پروګرام  په مرکزي دفتر کې د اسلامي بانکدارۍ او مالي سواد روزنه ورکړل شوه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي اقتصاد د پیاوړتیا ملي پروګرام په مرکزي دفتر کې «د اسلامي بانکولۍ او مالي سواد» روزنیز ورکشاپ پیل شو. په‌دې روزنیزیز ورکشاپ کې د پلازمېنې کابل په ګډون له هرات، بلخ، پروان، کاپیسا، پنجشیر، سمنګان، فاریاب، بامیان او دایکندي ولایتونو له ولسوالیو څخه د پروګرام د هغمږۍ کارکونکو ګډون کړی ‌و، چې شمېر یې ۳۵ تنو ته رسېږي.

د ورکشاپ ګډونوالو ته د اسلامي بانکولۍ تاریخچه او شالید، موخو، په اسلامي اُصولو سره د راکړې-ورکړې ډولونو، سود، د سود زیان او د هغه د حرمت په موضوعاتو کې د پروګرام د روزنې د څانګې له‌خوا تفصیلي معلومات وړاندې کیږي.

د یادونې وړ ده، چې د اسلامي بانکولۍ او مالي سواد دا روزنیز ورکشاپ به د پروګرام په مرکزي دفتر کابل کې دوه ورځې نور هم دوام وکړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۰:۱۶
Background image

د بدخشان ولایت د واخان ولسوالۍ د سړک د رغنیزو چارو له بهیر څخه لیدنه ترسره شوه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د پلان او پالیسۍ مرستیال مولوي شرف ‌الدین مسلم د یوه پلاوي په ملتیا بدخشان ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د واخان ولسوالۍ د سړک د رغنیزو چارو له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۴:۰
Background image

د کليو د بيا رغونې او پراختيا وزارت محترم وزیر صاحب غزني او زابل ولایتونو ته سفر وکړ

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت محترم وزير الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب د مل پلاوي په ملتیا غزني او زابل ولایتونو ته د کاري سفر په ترڅ کې د یادو ولایتونو د کلیو د بیارغونې او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۷ - ۸:۲۴
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د نورستان ولایت له والي او قومي مشرانو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د نورستان ولایت له والي ذین العابدین عابد او د یاد ولایت قومي مشرانو سره لیدنه وکړه.

. . .

BACK TO NEWS