د کلیوالي اقتصاد د پیاوړتیا ملي پروګرام سیمه ییزه کارکونکو ته د اسلامي بانکدارۍ روزنه پیل شوه

content_manager
دوشنبه ۱۳۹۹/۷/۱۴ - ۱۳:۴۲
د کلیوالي اقتصاد د پیاوړتیا ملي پروګرام  سیمه ییزه کارکونکو ته د اسلامي بانکدارۍ روزنه پیل شوه

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي اقتصاد د پیاوړتیا ملي پروګرام د اسلامي بانکدارۍ او مالي سود تر سرلیک لاندې د دیارلسو ولایتونو (ننګرهار، لغمان، کنړ، نورستان، خوست، غزني، پکتیا، پکتیکا، بلخ، فاریاب، جوزجان، سمنګان او سرپل) څخه د ولسوالۍ په کچه د پروګرام د همغږۍ ۳۵ تنه کارکوونکو ته د پروګرام په مرکزي دفتر کې ۴ ورځنۍ روزنه پیل کړه.

د اسلامي بانکدارۍ تاریخچه، د اسلامي راکړو ورکړو ډولونه، د بانکي حسابونو بڼې، سود، د ماليې ورکړه، مالي او بانکي پوهاوی هغه موضوعات دي، چې په دې روزنه کې به د پروګرام سیمه ییزه کارکوونکو ته تشریح شي.

د یادونې وړ ده، چې د اسلامي بانکدارۍ په اړه دا روزنه به د پروګرام په مرکزي دفتر کې د څلورو ورځو لپاره روانه وي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۳:۵۹
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د کاپیسا ولایت د والي له مرستیال سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د کاپیسا ولایت د والي له مرستیال شیخ اسدالله سنان او د کلیو د بیارغونې او پراختیا. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۳:۱۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د هلمند ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د هلمند ولایت له والي مولوي امان الدین منصور او د کلیو د بیارغونې او پراختیا رئیس. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۰:۱۲
Background image

خبرتیا

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت په پام کې لري چې خپل (۱۲۱) عرادې وسایط په ۱۴۰۵/۱/۱۸ نېټه د سې شنبې په ورځ د لیلام پروسې له لاري خرڅ کړي.

شرکتونه او اشخاص که د رانیولو لپاره علاقمندي. . .

BACK TO NEWS