د کلیوالي اقتصاد د پياوړتیا ملي پروګرام له‌خوا په ولایتي کچه د ماسټر ټرينرانو روزنه پیل شوه

content_manager
یکشنبه ۱۳۹۹/۶/۲ - ۹:۲۳
د کلیوالي اقتصاد د پياوړتیا ملي پروګرام له‌خوا په ولایتي کچه د ماسټر ټرينرانو روزنه پیل شوه

ـ وږ د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت دکلیوالي اقتصاد د پیاوړتیا ملي پروګرام د روزنې د څانګې له‌خوا په ولایتي‌کچه د ماسټر ټرینرانو روزنه پیل شوه. په دې روزنه‌کې چې د زون په کچه د پروګرام او د ولایت په کچه له پروګرام سره د همکارو موسسوو ماسټر ټرېنرانو ګډون کړی، د سپماګروپونو، د پور او سپما د کلیوالي اتحادیو د وړتیاو لوړولو، کتابدارۍ، د غونډو جوړولو، په اتحادیې او ګروپ کې د کلیدي غړو د مسوولیتونو، له ګروپونو څخه اتحادیو ته د پانګې د لېږد، په یادو بنسټونو کې د پورونو د راکړې ورکړې او د اسلامي بانکدارۍ په اړه بشپړ روزنې ترلاسه کړي، چې د هېواد په ټولو ولایتونو کې یې د کلي په کچه د پروګرام ګټه اخیستونکیو ته وړاندې کړي. د یادونې وړ ده، چې دا روزنه د وږي د میاشتې په لومړۍ نېټه پیل او د همدې میاشتې تر ۶ نېټې به د پروګرام په مرکزي دفتر کې روانه وي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۳:۱۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د هلمند ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د هلمند ولایت له والي مولوي امان الدین منصور او د کلیو د بیارغونې او پراختیا رئیس. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۰:۱۲
Background image

خبرتیا

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت په پام کې لري چې خپل (۱۲۱) عرادې وسایط په ۱۴۰۵/۱/۱۸ نېټه د سې شنبې په ورځ د لیلام پروسې له لاري خرڅ کړي.

شرکتونه او اشخاص که د رانیولو لپاره علاقمندي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۹:۱۹
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پروان ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پروان ولایت له والي شیخ عزیزالرحمن منصور سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د پروان. . .

BACK TO NEWS