د کلیوالي اقتصاد د پياوړتیا ملي پروګرام سیمه‌ییزو کارکوونکیو ته د معلوماتي مدیریت د سیستم MIS په اړه روزنه پيل شوه

mrrd-admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۸/۶ - ۱۵:۱۰
د کلیوالي اقتصاد د پياوړتیا ملي پروګرام سیمه‌ییزو کارکوونکیو ته د معلوماتي مدیریت د سیستم MIS په اړه روزنه پيل شوه

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي اقتصاد د پیاوړتیا ملي پروګرام مرکزي دفتر MIS څانګې د پروګرام تر پوښښ لاندې سیمو او له پروګرام سره د همکارو موسسو سیمه ییزو کارکوونکو ته، چې شمېر یې ۴۲ تنو ته رسیده د معلوماتي مدیریت د سیستم MIS په اړه څلور ورځنۍ روزنه پیل شوه.

په دې روزنه کې به د افغانستان د کلیوالي صنعتونو د پرمختیا ملي پروګرام AREDP پر مهال د جوړ شوي MIS سیستم له ادغام سربېره د کلیوالي اقتصاد د پیاوړتیا ملي پروګرام له نوي MIS سره ادغام شوی‌دی. د پروګرام د ټولو څانګو د لاسته راوړنو په اړه د معلوماتو د را ټولولو، کیفیت، تایید او کره‌توب او د MIS په نوي سیستم کې یې د پورته کولو په برخو کې روزنه ورکول کیږي.

د یادونې وړ ده، چې د کلیوالي اقتصاد د پياوړتیا ملي پروګرام د معلوماتي مدیریت د سیستم د څانګې له ‌خوا دا روزنه په چهلستون بڼ کې د روان کال د لړم د میاشتې په ۵ نېټه پیل او تر ۸ مې نېټې به دوام ومومي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۳:۱۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د هلمند ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د هلمند ولایت له والي مولوي امان الدین منصور او د کلیو د بیارغونې او پراختیا رئیس. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۰:۱۲
Background image

خبرتیا

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت په پام کې لري چې خپل (۱۲۱) عرادې وسایط په ۱۴۰۵/۱/۱۸ نېټه د سې شنبې په ورځ د لیلام پروسې له لاري خرڅ کړي.

شرکتونه او اشخاص که د رانیولو لپاره علاقمندي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۹:۱۹
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پروان ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پروان ولایت له والي شیخ عزیزالرحمن منصور سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د پروان. . .

BACK TO NEWS