د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت سرپرست وزير لغمان ولايت ته سفر وکړ

noor_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۴ - ۹:۳
1

د کلیو د بیارغونې او پراختیا سرپرست وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده لغمان ولایت ته د خپل کاري سفر  په ترڅ کې د  د ياد ولايت د کليو د بيارغونې او پراختيا ریاست له رئیس مولوي محمد ظاهر زرقمر او پرسونل سره وکتل او ياد فرسونل ته يه لازم هدايات او سپارښتنې وکړي.

محترم وزیرصاحب په خپلو خبرو کې سپارښتنه وکړه چې د ولسونو ستونزو ته په خپل وخت سره رسید ګي وکړئ.

په صداقت او پاک نفسی سره خدمت  ترسره کړئ، د فساد سره مبارزه وکړئ ځکه دا زمونږ هیواد دی او مونږ به یې پخپله ابادوو.

محترم وزیر صاحب وویل اوس ددي وخت رارسیدلی چې د خپل مظلوم او بیچاره ولس ته په پوره صداقت او ايماندارۍ سره خدمت وکړو.

همداراز د ریاست کارکوونکو ته یې په خپلو خبرو کې وویل چې دا هیواد او ولسونه ، زیات کار او خدمت ته ضرورت لري، نو باید دنده مسؤلیت وګڼو نه امتیاز.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۱۱:۲۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د مؤسساتو له استازو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب په مشرۍ د مؤسساتو له استازو سره د اوبو او روغتیا ساتنې په تړاو د همغږۍ غونډه ترسره شوه.

په یاده غونډه کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۳ - ۱۲:۳
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پکتیا ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پکتیا ولایت له والي مولوی مهرالله حماد سره لیدنه وکړه.

 

د لیدنې په پيل کې د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۶ - ۱۲:۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د لغمان ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې په داسې حال کې چې د دغه وزارت د پلان او پالیسي مرستیال مولوي شرف الدین مسلم هم شتون. . .

BACK TO NEWS