د کليو بیارغونې او پراختیا وزیر پوهندوی مجیب الرحمن کریمي د کب شلمه د نیالګیو کېنولو ملي ورځ چې د هېواد جمهور ريیس جلالتماب محمد اشرف له لوري نومول شوې، نن یې د څو نیالیګو په کېنولو سره ونمانځله.
د کليو بیارغونې او پراختیا وزیر هېوادوالو ته د نیالګیو د کېنولو د ملي ورځې په پیغام کې وویل، د جاري صدقې ترڅنګ د طبیعت د ښکلا په برخه کې خپل مسوولیت ادا کړئ، نیالګي کېنوئ، پالنه او ساتنې یې وکړئ، چې تاسې او راتلونکی نسل مو په خوندي چاپیریال کې ژوند وکړي.
د کليو بیارغونې او پراختیا وزیر وایي، چې د وزارت د پرمختیايي پروژو په لس سلنه ونډه کې چې خلک یې لري، پرمختیایي شوراګانې باید د ژوند چاپیريال او سمسورتیا ته پام وکړي، نیالګي باید کېنوي، پالنه او ساتنه یې وکړي، ګنې د پروژو چارې به یې ترسره نه شي.
