د کليو بیارغونې او پراختیا وزیر د پکتیا ولسونو د ستونزو د اوریده په موخه د یاد ولایت له والي شمیم خان کټوازي سره ولیدل

Ehsan_admin
یکشنبه ۱۳۹۸/۱۲/۱۱ - ۱۵:۱۷
ملاقات

د کليو بیارغونې او پراختیا وزیر پوهندوی مجیب الرحمن کریمي د یک شنبې په ورځ په خپل کاري دفتر کې د پکتیا ولایت له والي شمیم خان کټوازي سره ولیدل. د لیدنې په سر کې د پکتیا والي د کليو بیارغونې او پراختیا وزارت د کارونو ستاینه وکړه او د یاد ولایت د خلکو ستونزې یې د کليو بیارغونې او پراختیا له وزیر سره  شریکې کړې، چې د ښوونځيو د ودانیو د جوړولو، د کاریزونو د بیارغونې او نورو پرمختیايي پروژو پلي کول یې مهم یاد کړل.
د کليو بیارغونې او پراختیا وزیر پوهندوی مجیب الرحمن کریمي د پرمختیايي پروژو د پلي کولو، د کليو د اقتصادي ودې د پیاوړتیا او د کاري فرصتونو د ایجاد په برخه کې وزارت  مسوول یاد کړو او زیاته کړه، چې په ټول هېواد کې به ۶۰۰۰ ښوونځيو ته دوانۍ جوړې شي، چې د لومړني پړاو چارې یې پیل شوې دي او  له بودیجې پیدا کولو وروسته به د دوهم پړاو چارې هم پیل شي، چې  له نیکمرغه په دوهم پړاو کې پکتیا هم شامله ده، د دې ترڅنګ به په یاد ولایت د کارېزونو بیارغونې ته هم پاملرنه وشي

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۳:۵۹
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د کاپیسا ولایت د والي له مرستیال سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د کاپیسا ولایت د والي له مرستیال شیخ اسدالله سنان او د کلیو د بیارغونې او پراختیا. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۳:۱۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د هلمند ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د هلمند ولایت له والي مولوي امان الدین منصور او د کلیو د بیارغونې او پراختیا رئیس. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۰:۱۲
Background image

خبرتیا

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت په پام کې لري چې خپل (۱۲۱) عرادې وسایط په ۱۴۰۵/۱/۱۸ نېټه د سې شنبې په ورځ د لیلام پروسې له لاري خرڅ کړي.

شرکتونه او اشخاص که د رانیولو لپاره علاقمندي. . .

BACK TO NEWS