د ولسي تړون ملي پروګرام کارمندانو له ۱۰۰ نه زیاتو بیوزله کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه

Ehsan_admin
شنبه ۱۳۹۹/۲/۱۳ - ۱۴:۳۳
میثاق شهروندی

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام ساحوي کارمندانو په خپلو شخصي پیسو له ۱۰۰ نه پر زیاتو اړو کورنیو په هرات ولایت کې خوراکي توکي وویشل. ،په دغو مرستو کې چې وریجې او اوړه شامل وو، هغه بیوزله کورنیو ته ورکړل شول چې د کرونا ناروغي له امله یې خپلې دندې له لاسه ورکړیدي. د یادونې وړده چې د ولسي تړون ملي پروګرام په لویدیځه حوزه کې دا لومړنی نوښت دی چې د روژې په مبارکه میاشت او د کرونا ناروغي په مهال له بیوزله کسانو سره د مرستې لپاره د کلیو د بیارغونې اوپراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام د کارمندانو له لوري ترسره کیږي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۳:۵۹
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د کاپیسا ولایت د والي له مرستیال سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د کاپیسا ولایت د والي له مرستیال شیخ اسدالله سنان او د کلیو د بیارغونې او پراختیا. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۳:۱۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د هلمند ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د هلمند ولایت له والي مولوي امان الدین منصور او د کلیو د بیارغونې او پراختیا رئیس. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۰:۱۲
Background image

خبرتیا

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت په پام کې لري چې خپل (۱۲۱) عرادې وسایط په ۱۴۰۵/۱/۱۸ نېټه د سې شنبې په ورځ د لیلام پروسې له لاري خرڅ کړي.

شرکتونه او اشخاص که د رانیولو لپاره علاقمندي. . .

BACK TO NEWS