د هېواد جمهور رئیس محمد اشرف غني د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د چارو او لاسته راوړنو راپور واوریدو

content_manager
شنبه ۱۳۹۹/۷/۱۲ - ۹:۴
د هېواد جمهور رئیس محمد اشرف غني د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د چارو او لاسته راوړنو راپور واوریدو

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت جمهور رئیس محمد اشرف غني ته د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت رهبرۍ د یاد وزارت د چارو او فعالیتونو راپور وړاندې کړو.

د لیدنې په پیل کې د کلیو بیارغونې او پراختیا وزیر پوهندوی مجیب الرحمن کریمي د هېواد په کلیو کې په بېلابیلو سکتورونو کې د پلې شویو او پلې کېدونکو پروژو راپور په مفصله بڼه وړاندې کړ.

د هېواد ولسمشر د راپور له اوریده وروسته د پروژو په برخه کې په انډولیزتوب، اغېزمنتوب او اقتصادي پاېښت په برخه کې د لا ډیرې پاملرنې په موخه سپارښتنې وکړې.

ولسمشر همدرنګه وویل، چې د کلیوالي شوراګانو لپاره باید داسې میکانیزم جوړ شي، چې نیغ په نېغه د حکومت سره خپلې ستونزې، غوښتنې او سپارښتنې شریکې کړي، تر څو د دولت، خلکو، ولسوالیو، ښارونو او کلیو ترمنځ اړیکې لا غښتلي شي.

جمهور رئیس زیاته کړه، د پروژو انډولیزتوب، پاېښت، کیفیت، په لږ لګښت د غوره او ښو اقتصادي پروژو پلې کول او د خلکو د ستونزو او غوښتونو په اساس د پروژو ټاکل د خلکو په ژوند کې مثبت تغییر را وستلی شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۰:۱۶
Background image

د بدخشان ولایت د واخان ولسوالۍ د سړک د رغنیزو چارو له بهیر څخه لیدنه ترسره شوه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د پلان او پالیسۍ مرستیال مولوي شرف ‌الدین مسلم د یوه پلاوي په ملتیا بدخشان ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د واخان ولسوالۍ د سړک د رغنیزو چارو له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۴:۰
Background image

د کليو د بيا رغونې او پراختيا وزارت محترم وزیر صاحب غزني او زابل ولایتونو ته سفر وکړ

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت محترم وزير الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب د مل پلاوي په ملتیا غزني او زابل ولایتونو ته د کاري سفر په ترڅ کې د یادو ولایتونو د کلیو د بیارغونې او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۷ - ۸:۲۴
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د نورستان ولایت له والي او قومي مشرانو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د نورستان ولایت له والي ذین العابدین عابد او د یاد ولایت قومي مشرانو سره لیدنه وکړه.

. . .

BACK TO NEWS