د ننگرهار په کامې ولسوالۍ کی د ۱۶۷ میلونه افغانیو په لګښت ۱۴ کیلومتره سړک ګټې اخېستنې ته وسپارل شو

Ehsan_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۱۰/۳ - ۱۱:۵۱
ننگرهار

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت مالي او اداري معین معراج الدین شمس او ورسره مله پلاوي د ننګرهار ولایت په کامې ولسوالۍ کې د ۱۶۷ میلونه افغانیو په لګښت قیر( اسفالت) شوی سړک ګټې اخېستنې ته وسپاره.
ښاغلي شمس وویل، چې دا سړک نږدې ۱۴ کیلومتره اوږد دی، چې په اوږدو کې یې ۶۶ پلچکونه او محافظوي دیوال هم جوړ شوی دی.
د ننګرهار مرستیال والی تمیم عارف مومند دغه پروژه د کامې ولسوالۍ د اوسیدونکيو لپاره یوه مهمه پروژه ياده کړه، چې د دې سړ ک په جوړیدو سره به نه یواځي د خلکو ترانسپورتي ستونزې هوارې شي، بلکی د سیمې کروندګرو لپاره به هم ګڼې اسانتیاوې رامنځ ته کړي چی په اسانۍ سره خپل محصولات مارکیټ ته ورسوي.
د سیمی اوسیدونکو او قومی مشرانو د دې سړک جوړیدل د کامې ولسوالۍ لپاره ترټولوګټوره پروژه وبلله ، چې ددې پروژې پرمهال سلګونو کسانو ته د کارموندلو زمینه هم برابره شوې وه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۱۱:۲۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د مؤسساتو له استازو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب په مشرۍ د مؤسساتو له استازو سره د اوبو او روغتیا ساتنې په تړاو د همغږۍ غونډه ترسره شوه.

په یاده غونډه کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۳ - ۱۲:۳
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پکتیا ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پکتیا ولایت له والي مولوی مهرالله حماد سره لیدنه وکړه.

 

د لیدنې په پيل کې د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۶ - ۱۲:۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د لغمان ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې په داسې حال کې چې د دغه وزارت د پلان او پالیسي مرستیال مولوي شرف الدین مسلم هم شتون. . .

BACK TO NEWS