د مېرمنو د نړیوالې اونۍ د نمانځغونډې پهمناسبت نندارتون کې د کلیوالي اقتصاد د پیاوړتیا ملي پروګرام د ګټه اخیستونکو ګډون
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي اقتصاد د پياوړتیا ملي پروګرام د مېرمنو د نړیوالې ورځ په مناسبت د کار، تحصیل او لاسي صنایعو جوړ شوي نندارتون کې، چې د صیام بزنس شرکت له لورې پیل شو، د ګډون په موخه لس تنه ګټهاخیستونکې کابل ته راوبللې.
پهدې نندارتون کې چې د کابل په انترکانټېننټال هوټل کې له ۳۰ څخه د ډېرو دولتي او غېر دولتي بنسټونو په ګډون د مارچ د میاشتې له پنځمې څخه تر اتمې نېټې دوام لري. د هېواد له مختلفو سیمو څخه د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي اقتصاد د پياوړتیا پروګرام رابلل شويو ښځینه ګټه اخیستونکو هم خپل کلیوالي تولیدات نندارې او پلورنې ته وړاندې کړي. یاد نندارتون به په پلازمېنې کابل کې دوه ورځې نور هم روان وي.
د نندارتونونو جوړول د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي اقتصاد د پیاوړتیا پروګرام یو له اساسي فعالیتونو څخه دي.
