د میدان وردګو ولایت په سیداباد ولسوالۍ کې د اوبو رسولو یوه شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

noor_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۳/۲ - ۱۱:۵۲
2

د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست تر چتر لاندې، د سویډن کمېټې په تخنیکي همکارۍ او د فنډرایزېنګ بنسټ په مالي مرسته د میدان وردګو ولایت د سیداباد ولسوالۍ د سترې آبدرې سیمې په کاکا چینه کلي کې د ٢.٢ میلیونو افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو د یوې شبکې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه. ياده شبکه د ٢٠ متر مکعب اوبو په ظرفیت سره د ٦ میاشتو په لړ کې پلې شوه او د سیمې ګڼ شمېر فني او غیر فني کارکوونکو ته د کار زمینه هم برابره شوې وه چې په بشپړیدو سره يې د یاد کلي ٦٦ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۱۱:۲۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د مؤسساتو له استازو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب په مشرۍ د مؤسساتو له استازو سره د اوبو او روغتیا ساتنې په تړاو د همغږۍ غونډه ترسره شوه.

په یاده غونډه کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۳ - ۱۲:۳
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پکتیا ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پکتیا ولایت له والي مولوی مهرالله حماد سره لیدنه وکړه.

 

د لیدنې په پيل کې د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۶ - ۱۲:۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د لغمان ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې په داسې حال کې چې د دغه وزارت د پلان او پالیسي مرستیال مولوي شرف الدین مسلم هم شتون. . .

BACK TO NEWS