د لوګر ولایت په خوشي ولسوالۍ کې له سېلاب ځپلو سره مرستې

noor_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۵/۳۱ - ۱۲:۳۱
سمدستي

د لوګر ولایت د بیړنیو حالاتو کمیټې د کلیو د بیارغونې او پراختیا، د پیښو سره د مبارزې، کرنې او مالدارۍ، کډوالو ریاستونو او مؤسسو، خیریه بنسټونو په مرسته او همکارۍ په دوو ځایونو کې کمپونه جوړ او د سېلاب ځپلو او بې ځایه شویو خلکو لپاره د سرپنا په موخه ۲۱۰ خیمې یې په اختیار کې ورکړې دي. د لوګر ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري د څو باب خیمو تر څنګ په بې ځایه شویو او زیانمنو شویو خلکو یو اندازه صابون، د حفظ الصحې کیټونه، سطلونه او د اوبو د پاکولو تابلیتونه هم وویشل شول. یادې مرستې په بیړنیو حالاتو کې په سمدستي او عاجله توګه ترسره شوي  د مرستو ویش دوام لري او انشاءالله د سیلابونو ټولو زیانمنو شویو او د هغوی اساسي اړتیاوو ته رسېدنه ترسره کیږي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۱۱:۲۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د مؤسساتو له استازو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب په مشرۍ د مؤسساتو له استازو سره د اوبو او روغتیا ساتنې په تړاو د همغږۍ غونډه ترسره شوه.

په یاده غونډه کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۳ - ۱۲:۳
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پکتیا ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پکتیا ولایت له والي مولوی مهرالله حماد سره لیدنه وکړه.

 

د لیدنې په پيل کې د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۶ - ۱۲:۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د لغمان ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې په داسې حال کې چې د دغه وزارت د پلان او پالیسي مرستیال مولوي شرف الدین مسلم هم شتون. . .

BACK TO NEWS