د شینوارو ۶ ولسوالیو کې ۴۰۵ میلونه افغانیو په ارزښت ۱۶۸ پرمختیایي پروژې پلې کیږي
د کلیو پرمختیا اوبیارغونې وزارت له لوري په شینوارو ولسوالۍ کې ۱۶۸ پروژې پلې کیږي چې ۵ پروژې یې بشپړې،۱۳۷ روانې، ۱۱ سروې شوي او ۱۵ نورې پروژې په تدارکاتي پړاو کې دي. په یادو پروژو کې د ۴۵۵۸ مترو په اوږودوالي استنادي دیوالونه ، د ۸۰۸ مترو په اوږدوالي سربندونه او کانالونه ، ۱۰ کیلومتره د کریړ سړکونه ، ۵۷ مسجدونه، ۴۱ ښوونځي او۶ د څښاک اوبو رسولو شبکې شاملې دي چی د یادو پروژو چارې دا مهال پیل شوې دي د ننګرهار په ۸ ولسوالیو کې د ولسي تړون ملي پروګرام په بشپړیدو سره به د ولسونو په خوښه په نورو ولسوالیو کې هم یاد پروګرام پیل شي چې ددې پروګرام په پیل سره به ترډيره دخلکو ستونزې هوارې شي. د غه راز د ننګرهارد کلیو پرمختیا اوبیارغونې رییس انجینر امان الله میاخیل وویل چې اوسمهال د کلیو پرمختیا ریاست د ۱۴۰۰ هجري لمریزکال لپاره د پرمختیایي پلان په جوړولو کار کوي او د شینوارو ولسونه کولای شي چې خپل لومړیتوبونه د ننګرهارکلیو پرمختیا ریاست سره شریک کړي.
د شینوارو ولسوالیو ته د یادو پروژو اعلان د کلیو پراختیا او بیارغونې وزارت مالي او اداري چارو معین معراج الدین شمس، د ننګرهار والي شاه محمود میاخیل، دچارو ادارې تخنیکي مرستیال او د یوشمیر وزارتونو مرستیالانو هسکې مینې ولسوالۍ ته د خپل سفر په ترڅ کې وکړدا پلاوی د ولسمشر لخوا د شینوارو د خلکو سره د شویو ژمنو د تعقیب په موخه د ننګرهار یادې ولسوالۍ ته تللی و.
