د سر پل ولایت په مرکز کې دښاري بریښنا دیوې شبکې دتمدید کار روان دی
د کلیوبیا رغونې او پراختیا وزارت دولسي تړون پروګرام له لوري د سرپل ولایت مرکز بغاوي افغانیه کلي کې د۶.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت دښاري بریښنا دیوې شبکې دتمدید چارې ۹۰ سلنه پر مخ تللي دي.
په دغه پروژه کې د ۱۳۷ ټي پي او اس پي ډوله پایې او ۱۲۰ ملي متر مربع مزی چې اوږدوالی ۴۲۵۰ متره ، ۹۵ ملي متره مربع مزی چې اوږدوالی یې۶۹۳۰ متره او۵۰ ملي متر مربع مزی چې اوږدوالی ۱۷۵۳۵ متره دی کارول شويدي.
همدا راز په یاده پروژه کې په ټولیز ډول د ۴۱۰ کیلو واټه په ظرفیت درې ټرانسفرمرونه په پام کې نیول شوي دي چې په بشپړتیا سره به یې ۳۰۶ کورنۍ د ښاري بریښنا له ګټو برخمنې شي.
