د سرپل په سانچارک ولسوالۍ کې د ۲۰ ميلیونه افغانیو په ارزښت پل ګټې اخېستنې ته وسپارل شو
د کليو بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي سړکونو د جوړولو د ملي پروګرام له لوري د سرپل ولایت د سانچارک ولسوالۍ په لنګر بابه قوزي سېمه کې د ۲۰ ميلیونه افغانیو په ارزښت د ۲۴ متره پل چارې بشپړې او ګټې اخېستنې ته وسپارل شو.
د دې پل په کاري بهیر کې څه کم څلور زره کاري ورځې ایجاد شوې وې، چې د سیمې شپږ کلي له یو بل سره وصل کوي او ۵۵۰۰ کسان به له دې پروژې په مستقیم ډول ګټه اخلي.
