د روزګان ولایت اولسونو پدې ولایت کې له دولته دملي دسترخوان دپروګرام دپیلیدو غوښتنه وکړه

content_manager
یکشنبه ۱۳۹۹/۶/۲۳ - ۱۴:۳۷
د روزګان ولایت اولسونو پدې ولایت کې له دولته دملي دسترخوان دپروګرام دپیلیدو غوښتنه وکړه

د روزګان ولایت ولسونو د دې ولایت دولایتي شورا دغونډو په تالارکې را ټول شوی وو او دملي دسترخوان پروګرام دپیلیدو غوښتنه یې وکړه دوی ویل چې ددې ولایت ولسي وګړي ډیربیچاره او مظلوم خلک دي څلویښت کلنې روانې جګړې او اوسنۍ دکرونا ناروغۍ له کبله ډیر سخت ځپل شویدي کار او کسب شتون نه لري اکثره داقتصادي فقر سره لاس او ګریوان دي.

په وینا یې د روزګان په ولایت کښې یواځنی پروګرام چې خلکو ته یې دکار زمینه برابره کړیده دکلیودبیارغونې او پراختیا ریاست دولسي تړون ملي پروګرام دی چې په واقعي ډول یې خلکوته خدمت کړیدی او دکارثمره یی ټولو خلکوته رسیدلې ده .

وايي داچی څه موده مخکې دافغانستان جمهور رئیس ښاغلي محمد اشرف غني د ملي دسترخوان پروګرام دپیلیدو خبر ورکړی نو دا د دې ولایت دغریب ولس لپاره ډیرښه زیری و خو داچې ولې تر اوسه ندی شروع شوی لامل یې څرګند نه دی.

دوی ویل موږټول اولسونه په یوه آواز پردولت داږغ کوو چې پدې ولایت کښې دې ژرتر ژره دملي دسترخوان پروګرام پیل شي چې زموږ دا کړیدلی او ځوریدلی ولس ورڅخه برخمن شی.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۳:۵۹
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د کاپیسا ولایت د والي له مرستیال سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د کاپیسا ولایت د والي له مرستیال شیخ اسدالله سنان او د کلیو د بیارغونې او پراختیا. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۳:۱۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د هلمند ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د هلمند ولایت له والي مولوي امان الدین منصور او د کلیو د بیارغونې او پراختیا رئیس. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۰:۱۲
Background image

خبرتیا

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت په پام کې لري چې خپل (۱۲۱) عرادې وسایط په ۱۴۰۵/۱/۱۸ نېټه د سې شنبې په ورځ د لیلام پروسې له لاري خرڅ کړي.

شرکتونه او اشخاص که د رانیولو لپاره علاقمندي. . .

BACK TO NEWS