د تړون ورکولو د پریکړې خبرتیا
د خپریدو نېټه
د پای نېټه
په دې توګه د ملي تدارکاتو د ۱۵/۱۲/۱۴۴۷ نیټې د ۲۰۰۷۲ شمیره خبرتیا په تعقیب ټولو ته خبر ورکول کیږي چې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت په پام کې لري ترڅو د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د اداري ریاست د (۱۸۱) کارګرانو، میخانیکانو او موټر چلونکو لپاره د بهاري او ژمني جامو د تهیه او تدارک تړون چې MRRD/1405/NCB/G-153 تشخیصیه نمبر لرونکی دی ، د ۴۰۵۴۸ نمبر جواز لرونکی د تنار فهیم سوداګریز شرکت ته په ۶۳۳،۵۰۰ ( شپږ سوه او دري دیرش زره پنځه سوه افغانۍ) اعطا کړي.
هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې په یاده برخه کې هر ډول اعتراض لري، کولای شي خپل اعتراض له دلایلو سره په لیکلې بڼه د دې اعلان له خپریدو څخه تر (۵) کاري ورځو پورې نیله باغ سړک، دارالامان، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت، د تدارکاتو ریاست ته وړاندې کړي.
دا خبرتیا د تړون لاسلیک کولو په مانا نه ده او د پورته یادې شوې نیټې او د وروستي قانوني طی مراحل تر بشپړیدو به تړون لاسلیک نشي.
