د تشبثاتو د پياوړتیا په اړه له یو شمېر خصوصي سکتورونو سره د کلیوالي اقتصاد د پياوړتیا ملي پروګرام رسمي غونډه ترسره شوه

content_manager
چهارشنبه ۱۳۹۹/۶/۱۲ - ۱۵:۲۷
تدویر نشست رسمی برنامه‌ی ملی انکشاف اقتصاد روستایی با شماری از نماینده‌های سکتور خصوصی در امور تشبثات

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي اقتصاد د پیاوړتیا ملي پروګرام او د ښځو د سوداګرۍ خونې، د افغانستان د مالي او بانکدارۍ انستیتیوت، DIA، MWIC او د یو شمېر نورو خصوصي بنسټونو ترمنخه رسمي غونډه د پروګرام په مرکزي دفتر کې جوړه شوه؛ چې د تشبثاتو د پياوړتیا لپاره په افغانستان کې کار کوي.

په دې غونډه کې د پروګرام اجرایوي رییسې آغلې لطیفه مجیدي پخپل ګډون سره برخوالو ته د تشبثاتو د پياوړتیا په اړه ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، چې د هېواد په اقتصادي پراختیا کې د تشبثاتو د سکتور کردار ډېر ارزښت لري.

د غونډې د برخوالو شمېر چې ۹ تنو ته رسېده، د خپلو فعالیتونو په اړه لنډ معلومات وړاندې او د تشبثاتو د ځنځیریز ارزښت د پرمختیا په برخه کې یې له پروګرام سره په لویه کچه د خپلو تجربو د شریکولو ژمنه وکړه.

د تشبثاتو د پرمختیا، له بازار سره د اړیکو ټینګولو او د تشبثاتو په سکتور کې د ګډو همکاریو لپاره د فرصتونو د پېدا کولو موضوعات هم په غونډه کې د ګډونوالو له‌خوا تر بحث لاندې راغلل او په اړه یې د نظریاتو تبادله ترسره شوه.

د یادونې وړ ده، چې د پروګرام مشرتابه هییت به د پورتنیو موضوعاتو په تړاو له یادو بنسټونو سره نورې ناستې هم ترسره کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۳:۵۹
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د کاپیسا ولایت د والي له مرستیال سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د کاپیسا ولایت د والي له مرستیال شیخ اسدالله سنان او د کلیو د بیارغونې او پراختیا. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۳:۱۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د هلمند ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د هلمند ولایت له والي مولوي امان الدین منصور او د کلیو د بیارغونې او پراختیا رئیس. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۰:۱۲
Background image

خبرتیا

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت په پام کې لري چې خپل (۱۲۱) عرادې وسایط په ۱۴۰۵/۱/۱۸ نېټه د سې شنبې په ورځ د لیلام پروسې له لاري خرڅ کړي.

شرکتونه او اشخاص که د رانیولو لپاره علاقمندي. . .

BACK TO NEWS