د بېځایه شویو کورنیو د ژوند لومړنیو اسانتیاوو برابرولو ته به ځانګړې پاملرنه وشي

mrrd-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۴/۱۵ - ۱۴:۲۶
د بېځایه شویو کورنیو د ژوند لومړنیو اسانتیاوو برابرولو ته به ځانګړې پاملرنه وشي

د کلیو بیارغونې او پراختیا نوماند او سرپرست وزیر حیات الله حیات د وزارت په اداري غونډه کې د پروژو په کېفیت، انډولیزتوب او له جګړې بېځایه ‏شویو کورنیو ته د لومړنیو اړتیاوو د برابرولو په اړه سپارښتې وکړې.

په دې غونډه کې د پروګرامونو معین پوپل ‏حبیبي، مالي او ادارې معین معراج الدین شمس او د برنامو رئیسانو شتون درلود. ‏

ښاغلي حیات وویل، چې د جلالتماب جمهور رئیس د سپارښتنې له مخې باید د ‏کورنیو جګړو په سبب بېځایه شویو وګړو ته په بیړنۍ توګه مرستې ورسیږي.‏

نوموړي زیاته کړه، چې د کلیوالي پرمختیایي شوراګانو په جوړښت باید کار وشي، چې کلیوالي شوراګانې د هېواد په ‏بیارغونه کې ارزښتناکه ونډه ولري او د دولت او خلکو ترمنځ اړیکې لا پیاوړې کړي.‏

همدا راز د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د پروګرامونو معین پوپل حبیبي وویل، چې پرمختیایي پروژې به د یو نوي میکانیزم پر بنسټ ‏پلې شي، چې اقتصادي او ټولنیز اغېز به یې لا ډير شي.‏

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۱۱:۲۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د مؤسساتو له استازو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب په مشرۍ د مؤسساتو له استازو سره د اوبو او روغتیا ساتنې په تړاو د همغږۍ غونډه ترسره شوه.

په یاده غونډه کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۳ - ۱۲:۳
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پکتیا ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پکتیا ولایت له والي مولوی مهرالله حماد سره لیدنه وکړه.

 

د لیدنې په پيل کې د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۶ - ۱۲:۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د لغمان ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې په داسې حال کې چې د دغه وزارت د پلان او پالیسي مرستیال مولوي شرف الدین مسلم هم شتون. . .

BACK TO NEWS