د بامیانو ولایت په مرکز کې د کانال جوړولو پروژې د کار له جریان څخه نظارت

noor_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۳/۲۱ - ۹:۳۲
2

د بامیانو ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست تخنیکي ټیم د یاد ولایت د مرکز اړوند په بام سرای کلي کې د کانال جوړولو پروژې د کار له جریان څخه نظارت ترسره کړ.

دغه پروژه د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست تر چتر او نظارت لاندې، د UNICIR مؤسسې په مالي ملاتړ او د وستا (وطن) مؤسسې له خوا د 96000 امریکايي ډالرو په لګښت سره پلې کیږي چې له یادې پروژې څخه 850 کورنۍ برخمنې کیږي. یاده پروژه چې 900 متره اوږدوالی لري، سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه او سلګونه مثمر او غیر مثمر ونې خړوبوي او د کار په جریان کې يې هره ورځ د سیمې (50) تنه اوسیدونکي په کار بوخت دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۶:۸
Background image

په بغلان ولایت کې د اوبو رسولو (۱۰) شبکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د بغلان ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري د دغه ولایت په دهنه غوري، نهرین، برکه، دوشي، خنجان او بنو ولسواليو کې د څه باندې (۴۲.۶) میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو (۱۰. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۰:۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د بامیان ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د بامیان ولایت له والي الحاج قاري ګل حیدر شفق سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۴:۲۳
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پکتیا ولایت له قومي مشرانو او مخورو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پکتیا ولایت د مرکز ګردیز له قومي مشرانو او مخورو سره لیدنه وکړه.

په یاده لیدنه کې. . .

BACK TO NEWS